د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین هرات ولایت ته رسمي سفر وکړ

media-moe
Mon, Dec 29 2025 2:54 PM
dsfdsf

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، چې د دیني مدارسو د ازموینو پروسې د څارنې او ښوونیز او روزنیز وضعیت ارزونې لپاره هرات ولایت ته تللی، هلته یې د پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر سره په ګډه، له والي محترم شیخ نوراحمد اسلام‌جار سره وکتل.
په یاده غونډه کې، د پوهنې وزارت محترم معین وویل چې هرات ولایت ته یې د خپل سفر موخه، د مدارسو د ثانويه او مافوق ثانویه مرحلو مشترکو ازموینو ترسره کولو له پروسې څخه لیدنه، څارنه او د تعلیمي وضعیت بیاکتنه ده.
نوموړي د پوهنې ملاتړ او پراختیا په برخه کې د هرات ولایتي مسئولینو له دوامداره ملاتړ څخه مننه څرګنده کړه.
ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري محترم معین د پوهنې مسئولینو په ملتیا، د دیني مدارسو مشترکو ازموینو له پروسې څخه لیدنه وکړه او له منسوبینو یې وغوښتل چې د ازموینې اصول او ترتیب مراعات او بشپړ عدالت تامین کړي.

Latest news

Mon, Dec 29 2025 2:48 PM
Background image

The Honorable Minister of Education Arrives in Logar Province to Oversee the Examination Process of Religious Schools

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, traveled to Logar Province on an official visit. During a meeting with the Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

Thu, Dec 04 2025 10:06 AM
Background image

Supervision of the Honorable Minister of Education over the Standardized Examinations in 10thDistrict of Kabul City

The Honorable َAlhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, visited Amani High School in Kabul City to oversee the administration of standardized examinations for students of. . .

BACK TO NEWS