د پوهنې محترم وزیر د میدان وردګ ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه
د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه لیدنه او کتنه وکړه.
د پوهنې محترم وزیر د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې طالبالعلمان د پیغمبرانو«علیهمالسلام» وارثان وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهې ترلاسه کولو لپاره شپه-ورځ هڅې وکړي او دغه لوی مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
همدارنګه نوموړي وویل:( طلاب او زدهکوونکي د اسلامي نظام د راتلونکي مشران دي او زیاته یې کړه چې، د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره هغوی کولای شئ، د اسلامي نظام او مسلمه امت ښه استازیتوب وکړئ.
دغه راز د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ازموینې په پروسه کې د بشپړې روڼتیا او عدالت تامینولو ډاډ ورکړ.
