د پوهنې محترم وزیر د میدان وردګ ولایت اړوندو دیني مدارسو له ازموینې بهیر څخه لیدنه وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۵:۳
سیبسظیب

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، میدان وردګ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه ازموینو پروسې څخه لیدنه او کتنه وکړه.
د پوهنې محترم وزیر د ازموینې له پروسې څخه د لیدنې پر مهال په خپله وینا کې طالب‌العلمان د پیغمبرانو«علیهم‌السلام» وارثان وبلل او له هغوی یې وغوښتل چې د پوهې ترلاسه کولو لپاره شپه-ورځ هڅې وکړي او دغه لوی مسئولیت په ښه توګه ترسره کړي.
همدارنګه نوموړي وویل:( طلاب او زده‌کوونکي د اسلامي نظام د راتلونکي مشران دي او زیاته یې کړه چې، د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره هغوی کولای شئ، د اسلامي نظام او مسلمه امت ښه استازیتوب وکړئ.
دغه راز د میدان وردګ ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد عثمان حریت، د پوهنې وزارت مشرتابه ته د ازموینې په پروسه کې د بشپړې روڼتیا او عدالت تامینولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۴
Background image

د پنجشېر ولایت له ښوونځیو سره د درسي موادو مرسته وشوه

د یوه همکار بنسټ له لوري د پنجشېر ولایت د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ۵۱۸ کڅوړې قرطاسیه او د درسي مرستو توکي ووېشل شول، چې ټولیز مالي ارزښت یې شاوخوا ۴۸ زره او ۲۳۹ امریکایي ډالرو ته رسېږي.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۱:۱
Background image

په زابل ولايت کې يوې ديني مدرسې لپاره نوې ټولګي جوړېږي

د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ اړوند ربانیه دیني مدرسې لپاره د ٣ درسي ټولګیو جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه پروژه د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۳
Background image

د سمنگان ولايت پوهنې ریاست اړوندو ښوونځیو سره د ۳۰۰ پایې مېزونو او څوکيو مرسته وشوه

د سمنگان ولایت پوهنې رئیس، مولوي محراب‌الدین اقبال، د همکارو بنسټونو له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل چې، دغه مرسته د ښوونیز چاپېریال ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د غوره اسانتیاوو برابرولو په. . .

BACK TO NEWS