په پکتیکا ولایت کې یو باب دیني مدرسه پرانیستل شوه
د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د راپورونو له مخې، د یاد ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند فیض العلوم دیني مدرسه د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، منورینو او د سیمې د مشهورو شخصیتونو په حضور کې پرانیستل شوه.
یاده مدرسه چې ۶ درسي خونې او نورې اسانتیاوې لري، په ټولیزه توګه ۱.۵ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ځایي خلکو د مرستې له لارې تمویل شوې ده.
د پوهنې وزارت رهبري، د پورته ذکر شوې مدرسې لپاره د خلکو له مرستو هرکلی کوي.
