د کابل ښار اړوندو ښوونځیو ښوونکو لپاره مېتودیکي سیمینار جوړ شو
د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د کابل ښار د شپاړسو ناحیو د ښوونځیو ۳۰۰ تنو ښوونکو او ۴۰ تنو سرښوونکو ته د مسلکي وړتیاوو لوړولو درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
په یاد سیمینار کې، چې موخه یې د تدریسي بهیر پیاوړتیا او د ښوونکو علمي او مسلکي مهارتونو لوړول دي، په ترڅ کې یې د نویو تدریسي طریقو، د زدهکوونکو ارزونې لارو چارو، د ښوونیز چاپېریال د ښه تنظیم او مدیریت او د ښوونیز کیفیت لوړولو په اړه بېلابېل مهم موضوعات ګډونوالو ته وړاندې شول.
