په هرات ولایت کې د څه باندې ۱۰۰ زره ډالرو په لګښت د «واش» پروګرام پروژې بشپړې شوې

media-moe
Wed, Feb 18 2026 10:25 AM
یبسیبی

د «واش» پروژو چارې، چې پکې د تشنابونو جوړول، د سېپټیک څاه‌ګانو برابرول، د څښاک پاکو اوبو څاه‌ګانو کیندل او د لمریز برېښنا سیسټم نصبول شامل وو، د هرات ولایت زاول ولسوالۍ اړوند په ده میرزا قاسم او ده افغان لېسو کې د ۱۰۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت، د جمعیت هلال احمر افغانی په مالي همکارۍ بشپړې شوې.
د هرات ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت‌الله جابر، د دغو پروژو له بشپړېدو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل چې، د یادو بنسټیزو پروګرامونو پلي کېدو  سره د ښوونځیو یو شمېر اساسي ستونزې هوارې او زده‌کوونکو ته یې د روغ، خوندي او مناسب تعلیمي چاپېریال زمینه برابره کړې ده.
نوموړي د جمعیت هلال احمر افغانی له همکاریو مننه وکړه او د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د تعلیمي زیربناوو د ښه‌والي او پراختیا لپاره د نورو همکارو بنسټونو د مرستو پر جلبولو ټینګار وکړ.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS