په کندهار ولایت کې د سویل لوېديز زون د ولايتونو ښوونکو لپاره روزنيز سيمينار جوړ شو
په کندهار ولایت کې د سویل لویديز زون د ولايتونو شاوخوا ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره درې ورځنی روزنیز سيمينار ترسره شو.
د ياد ولايت پوهنې مسئولينو په وينا؛ د دې سيمينار موخه د ښوونکو مسلکي وړتياوو لوړول، له معياري تدريسي مېتودونو سره د هغوی بلدتيا او د تدريسي اصولو په اړه د پوهاوي زياتول دي.
د هغوی په خبره، د ورته روزنيزو پروګرامونو په ترسره کېدو سره به د تدريس کيفيت لوړ او د زدهکوونکو پر علمي کچې به مثبت اغېز ولري.
