د بدخشان ولایت په اړوندو کې یو باب ښوونځی ترمیم شو
د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند «دهمګس» لومړنی ښوونځی، د معارفدوستو خلکو او د همکارو بنسټونو له لوري ترمیم او د یادې ولسوالۍ د پوهنې مسئولینو په حضور کې په رسمي ډول بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه راز د سیمې اوسېدونکو لخوا د یاد ښوونځي لپاره ۱۱۰۰ متره مربع ځمکه اخیستل شوې او پوهنې ته ډالۍ شوې ده.
همدارنګه، د یوه همکار بنسټ په مالي مرسته د همدغه ښوونځي لپاره درې بابه تشنابونه، یو حلقه د اوبو څاه او د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او نصب شوی، چې له امله یې له ۳۸۷ څخه ډېرو زدهکوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شوی دی.
