د افغانستان او عمان د پوهنې وزيرانو سره وليدل
د پوهنې وزارت عربستان: د پوهنې وزیر ښاغلي داکټر محمد میرویس بلخي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په درڅ کې د خپل عماني سیال سره ولیدل
دغه لیدنه چې د آیسیسکو په دریمه فوق العاده ناسته کې د جدې په ښار کې تر سره شوه ښاغلي بلخي او د عمان د پوهنې وزیر ښاغلي مدیحه بنت احمد د دواړو هیوادونو د پوهنې پر روان بهیر خبرې اترې وکړې د پوهنې وزیر د دغه لیدنې په ترڅ کې په هیواد کې د عصري زده کړو تر څنګ پر دیني زده کړو هم ټینګار وکړ او د عمان د پوهنې وزیر څخه یې وغوښتل تر څو په دغه لار کې خپلې تجربې زموږ سره شریکې کړي وروسته د عمان د پوهنې وزیر په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د خدماتو پرمختیا او د پوهنې وده او پرمختګ یې د ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار وبلله او په دې لاره کې یې د خپلې مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ. د یادولو وړ ده چې په دغه ناسته کې د مدرسې او ښوونځي تر منځ د نږدې اړیکو د جوړولو په برخه کې د عمان هیواد د پوهنې د تجاربو څخه ګټه اخیستنه د دغه کنفرانس بله مهمه برخه وه
