په لوګر ولایت کې د یو باب ښوونځي مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې
د لوګر ولایت محمدآغې ولسوالۍ اړوند په کتبخېل لیسه کې د زدهکوونکو ۱۳۵ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې.
یاد مېزونه او څوکۍ د پوهنیزنظام د یو تن خواخوږي عبدالله مهمند په شخصي لګښت رغول شوې او یو ځل بیا د زدهکوونکو د استفادې لپاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
