بامیان ولایت کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو د ترمیم پروژه پیل شوه

media-moe
Tue, Apr 14 2026 11:10 AM
طیرلطز

د بامیان ولایت مرکز اړوند دره فولادي ذکریا لېسه کې، د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو د ترمیم او بیارغونې پروژه د پوهنې مسئولینو، د ولایت مقام چارواکو، علماءکرامو، د خیریه بنسټونو استازو او د سیمې د مخورو په حضور کې پیل شوه.
یاده پروژه د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ عملي کېږي، چې له مخې به یې د بامیان ولایت د سیغان، شبر ولسوالیو او مرکز اړوند ۱۰ بابه ښوونځي په اساسي ډول ترمیم او ورغول شي.
د یاد ولایت والي محترم حاجي قاري ګل حیدر شفق د غونډې پر مهال د پوهنې وزارت او ملاتړو بنسټونو له هڅو مننه وکړه او د علم او پوهې پر ارزښت یې ټینګار وکړ. نوموړي وویل: «علم او پوهه په ټولنه کې لوړ ارزښت لري او باید د هېواد بچیانو ښوونې او روزنې ته جدي پاملرنه وشي.»
همدارنګه د بامیان ولایت پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار د روانو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د پوهنې د کیفیت لوړولو لپاره یې د دغه ریاست له دوامداره هڅو خبر ورکړ.
نوموړي ژمنه وکړه چې د ولایت په کچه به د ښوونځیو د وضعیت ښه‌والي بهیر په جدي ډول تعقیب شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS