په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې
په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي چارواکو او سیمهییزو ادارو د استازو په حضور کې په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د جوزجان والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي، د دغو پروژو د پرانیستې پر مهال د ښوونې او روزنې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د پوهنې په برخه کې پانګونه د یوې ټولنې د پرمختګ او پراختیا بنسټ بلل کېږي او راتلونکی نسل باید د علم او پوهې په زیور سمبال شي، ترڅو د هېواد د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.»
بلخوا د یاد ولایت پوهنې مسوولینو هم د همکارو بنسټونو له مادي ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې یادو پروژو کې؛ د شبرغان ښار اړوند شکرک کلي د منځني ښوونځي لپاره د ۵ درسي خونو جوړول، د آقچې ولسوالۍ د بیشاریغ کلي لومړني ښوونځي ودانۍ رغول، د شبرغان د چګدلک منځني ښوونځي لپاره د ۵ درسي خونو له احاطوي دېوال سره او د آقچې ولسوالۍ د چکش سربند کلي لومړني ښوونځي ترمیم شامل دی.
