په ننګرهار ولایت کې د یو باب ښوونځي جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه
د ننګرهار ولایت حصارک ولسوالۍ اړوند منهخېل منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره، د یادې ولسوالۍ د علمپاله شخصیت محترم ملک فقیر له لوري ۱۶ بسوې ځمکه وقف شوه.
د پوهنې وزارت مشرتابه د خپل هېوادوال له دغه نېک اقدام څخه د مننې ترڅنګ وایي چې، د هېواد د ښوونیز نظام پرمختګ د تعلیمي نظام له پرلهپسې ملاتړ سره تړلی دی.
