د دایکنډي ولایت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د تېر لمریز کال لنډه ارزونه
د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې، د دایکنډي ولایت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو یو لړ مهم فعالیتونه ترسره کړي، چې موخه یې د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او د ښوونیز کیفیت ښه کول وو، چې یادو کړنو ته په لاندې توګه لنډه کتنه کوو:
* د ښوونکو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره، د ۱۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز پروګرام جوړ شوی و، چې پکې د تدریس نوې لارې چارې، د ټولګي مدیریت او د زدهکوونکو د ښوونې اغېزمنې طریقې وڅېړل شوې.
* د تعلیمي ادارو د رهبرۍ او مدیریت پیاوړتیا په موخه، د ۳۵۱ تنو آمرینو، مدیرانو او سرښوونکو لپاره پنځه ورځنی مسلکي سیمینار ترسره شو، چې پکې د تعلیمي مدیریت او رهبرۍ اړوند مهارتونه وړاندې شول.
* د ښوونځیو شوراګانو پیاوړتیا لپاره، ۵۰۹ تنو غړو ته دوه ورځنی روزنیز پروګرام ورکړل شو، ترڅو د ښوونځیو په پرمختګ او پرېکړو کې یې رول لا اغېزمن شي.
* د مسلکي پراختیا غړو د ۲۶۹۷ تنو ښوونکو د تدریس بهیر څارنه او حمایوي ارزونه ترسره کړې، چې له مخې یې د تدریس قوي او کمزوري ټکي تشخیص او لازمې سپارښتنې ورکړل شوې.
* د ۴۳۴ تنو آمرینو او مدیرانو د اداري او تعلیمي چارو څارنه هم شوې، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د ښوونځیو چارې په معیاري او اغېزمن ډول پر مخ روانې دي.
* همدارنګه د ۴۳۴ بابه ښوونځیو د شوراګانو له فعالیتونو څارنه ترسره شوې، ترڅو د ښوونځیو اداري جوړښت او د ګډې پرېکړې بهیر لا پیاوړی شي.
* د ښوونکو ترمنځ د تجربو د تبادلې او د دوامداره زدهکړې پیاوړتیا په موخه، په بېلابېلو ښوونځيو کې ۷۲۳ تدریسي حلقې جوړې شوې، چې د ښوونکو ترمنځ د همکارۍ او وړتیا لوړولو زمینه یې برابره کړه. په دې حلقو کې ټول ۲۰۵۱ تنه ښوونکي او مدیران شامل وو، چې د ښوونې او روزنې د کیفیت په ښه والي کې یې مهم رول درلود.
* د سواد زدهکړې په برخه کې د سواد زدهکړې یوه مرکز او ۶۴ کورسونو فعالیتونه تر څارنې لاندې نیول شوي، ترڅو په ټولنه کې د سواد کچه لوړه او د زدهکړو فرصتونه پراخ شي.
