د جوزجان ولایت د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زدهکړې ټولګی جوړ شو
د ښوونيزو خدمتونو پراختیا او زدهکړو ته د ټولو وګړو د لاسرسي په موخه، د جوزجان ولایت پوهنې ریاست له لوري د شبرغان ښار د روږدو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زدهکړې یو ټولګی جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد، د ټولنې په ټولو برخو کې د زدهکړو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «د روږدو کسانو په ۵۰ بستریز روغتون کې د سواد زدهکړې ټولګي جوړول د بېسوادۍ پر وړاندې د مبارزې او هغو کسانو ته د زدهکړو د فرصتونو برابرولو په برخه کې یو مهم ګام دی، چې د بېلابېلو لاملونو له امله د زدهکړو له نعمته محروم پاتې شوي دي.»
