په ننګرهار ولایت کې له ښوونیزو بنسټونو سره د څه باندې ۶۰۰ زره افغانیو مرسته شوې
د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت د کامې ولسوالۍ له یو شمېر ښوونیزو بنسټونو سره د ۶۰۵ زره او ۱۳۰ افغانیو مالي مرسته شوې ده.
د مسوولینو په وینا، یادې مرستې د مولوي شمسالرحمن کاموي دارالعلوم، د ده غازي لېسې او د ماماخېلو منځني ښوونځي لپاره ترسره شوې دي.
ویل کېږي چې دغه مرستې د ودانیو او درسي ټولګیو د ترمیم او همدارنګه د تخنیکي وسایلو برابرولو په برخو کې لګول شوې دي، چې له امله یې د تعلیمي خدمتونو د ښه والي زمینه برابره شوې ده.
