په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
Tue, Jun 16 2026 11:10 AM
ste

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد پروګرام کې د پنجاب ولسوالۍ ۴۳ او د یکاولنګ ولسوالۍ ۵۰ تنه ښوونکي ګډون لري.
دغه روزنیز پروګرام د یوه خیریه بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ د ښوونکو د مسلکي ودې، وړتيا لوړونې او د ټولګیو د تدریسي اصولو پیاوړتیا په موخه جوړ شوی دی.
ټاکل شوې ده چې ګډونوال ښوونکي له اخلاقي او مسلکي اصولو، د زده‌کړې د موخو له ټاکلو، د تدریس له نويو میتودونو او تخنیکونو، د لوست بنسټیزو توکو او د حساب د اساسي پړاوونو په ګډون له مهمو او بنسټيزو موضوعاتو سره اشنا شي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS