د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
Thu, Jul 09 2026 12:41 PM
dxd

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو شمېر مهم اقدامات ترسره کړل.
د یاد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار اړوندو ۲۵ بابه خصوصي تعلیمي مرکزونو درسي بهیر وڅاره. د څارنې پر مهال د تعلیمي نصاب د تطبیق، نظم او ډسپلین، د ښوونیز چاپېریال، اخلاقي وضعیت او د سیرت او صورت اړوند موارد وارزول شول او د چارو لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
 په ورته وخت کې د پوهنې وزارت د مرکزي ادارو د یو شمېر کارکوونکو سیرت او صورت هم وارزول شو او هغوی ته د دیني او وظیفوي مسوولیتونو په اړه اړینې سپارښتنې وشوې.
بل لور ته، د هېواد په کچه د ولایتونو د دعوت او ارشاد ادارو، د ولسوالیو پوهنې امریتونو، امارتي او خصوصي مدارسو، ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو کې د دعوت او ارشاد نصاب تدریسي بهیر په منظم ډول دوام لري.
دغه نصاب د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د ښوونیز چاپېریال د اصلاح او د زده‌کوونکو، ښوونکو او اداري کارکوونکو د فکري او اخلاقي روزنې په موخه وړاندې کېږي او د تعلیمي کیفیت لوړولو لپاره یې دوامداره څارنه ترسره کېږي.
د دعوت او ارشاد ریاست ټینګار کوي چې د سالم، منظم او اغېزمن ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو، د دیني او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا او د تعلیمي چارو لا ښه تنظیم لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

Latest news

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

Tue, Aug 04 2026 9:00 AM
Background image

The Minister of Education Departed for Zabul Province on an Official Visit

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, departed for Zabul Province on an official visit. During his visit, he met with Honorable Alhaj Abdul Rahman Hamidi,. . .

BACK TO NEWS