د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ ښوونکو ته اصلاحي او ښوونیز سیمینار ترسره شو

media-moe
Mon, Aug 03 2026 10:57 AM
65465

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې او د دعوت او ارشاد ریاست لخوا، د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالۍ اړوندو ښوونکو ته یو ورځنی اصلاحي او ښوونیز سیمینار ترسره شو.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس محترم شیخ محب‌الله مخلص، د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه‌خان سروري، یو شمېر نورو مسوولینو، علماءکرامو او د یادې ولسوالۍ ښوونکو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنې وزرات د دعوت او ارشاد محترم رٸيس د سيمينار ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او دغه ډول علمي او اصلاحي غونډې يې د ټولنې په هراړخيز معنوي او فکري جوړښت کې خورا اغېزمنې وبللې٠
همدارنګه د پوهنې وزارت مالي او اداري معین ګډونوالو ته، د جماعت د لمانځه د ارزښت او د ښوونکي د دیني او اخلاقي مسوولیتونو په اړه علمي وینا وکړه.
 نوموړي له ښوونکو وغوښتل چې د اسلامي شریعت د لارښوونو په رڼا کې د زده‌کوونکو ښوونه او روزنه په اخلاص، امانتدارۍ او مسوولیت‌پالنې ترسره کړي او د امر بالمعروف، نهی عن المنکر قانون د پلي کېدو په برخه کې له اړوندو مسوولینو سره جدي همکاري وکړي.
دغه راز، د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس د اسلامي نظام په چوکاټ کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پر ارزښت، د اسلامي اخلاقو پر ترویج، د ټولنیزو اصلاحاتو پر اړتیا او د ښوونکو پر اغېزمن رول هر اړخیزه وینا وکړه او ویې ویل چې ښوونکي د سالمې او بااېمانه ټولنې د بنسټ اېښودونکو په توګه ستر مسوولیت لري.
په همدې حال کې، د بګرامیو ولسوالۍ د ښوونکو استازو د دغه سیمینار له جوړېدو خوښي څرګنده او دا ډول علمي او اصلاحي پروګرامونه یې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال د اصلاح لپاره اغېزمن وبلل.
ویناوالو د حیا او عفت د ارزښت، د نامناسب او پردي فرهنګ د ناوړه پایلو، د لمانځه د مقام او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسوولیتونو په اړه هم اړین معلومات وړاندې کړل.
دغه علمي او ارزښتناک سیمینار د کابل ولايت د پوهنې رٸيس محترم الحاج مولوي عبدالسلام  شعيب، د لنډو لارښوونو او مبارکې دعائیې په ترسره کېدو سره پای ته ورسېد.

Latest news

Tue, Jun 30 2026 9:27 AM
Background image

Online Meeting Held with Provincial Education Directors on the Administration of Standardized Examinations

The Standardized Examinations Committee of the Ministry of Education held an online meeting with the respected Provincial Directors of Education and the Director of Education of Kabul. . .

Sun, Apr 26 2026 3:52 PM
Background image

Inauguration of an Education Support Project by the Minister of Education in Bamyan Province

Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education, who has traveled to Bamyan Province on an official visit, inaugurated an education support project funded by a partner. . .

Sun, Apr 26 2026 3:36 PM
Background image

The foundation stone of a school was laid by the Honorable Minister of Education in Bamyan Province

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, during his official visit to Bamyan Province, laid the foundation stone of a. . .

BACK TO NEWS