په بامیان ولایت کې د یو شمېر ښوونکو لپاره ښوونیزه برنامه پیل شوه
د بامیان ولایت د یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو له ۷۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه.
یاد ښوونیز بهیر چې د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي، د یوه همکار بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي.
