په بامیان ولایت کې د یو شمېر ښوونکو لپاره ښوونیزه برنامه پیل شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۳۲
یلس

د بامیان ولایت د یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو له ۷۰ تنو څخه زیاتو ښوونکو، سرښوونکو او د ښوونځیو آمرینو لپاره «د اغېزمنې ښوونې او زده کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه.
یاد ښوونیز بهیر چې د درېیو ورځو لپاره به دوام وکړي، د یوه همکار بنسټ په مالي او تخنیکي ملاتړ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۷
Background image

په خوست ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د خوست ولایت نادرشاه کوټ لېسې لپاره د یادې لېسې د شورا غړو او د سیمې اوسېدونکو په ملاتړ د ۱۰۶ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا سیسټم نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو لپاره ډله‌ییزه رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت لخوا، د ولايتونو د مرکزونو او ولسواليو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو اړوند ۳۵۴ کادري بستونو ډکولو په موخه ډله‌ییزه رقابتي ازموینه ترسره شوه.
ياده ازموینه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۲:۱۶
Background image

په غور ولایت کې د ښوونځیو مسوولینو لپاره د مسلکي وړتيا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۲۶۶ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته «د اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي او اداري ظرفیت لوړونې درې ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS