په هرات ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
د ښوونیز چاپېریال د پراختیا او زدهکوونکو ته د لا ډېرو ښوونیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د هرات ښار اړوند برامان ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې، د ښوونځي شورا او سیمهییزو خلکو په مالي همکارۍ، د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
ټاکل شوې، یاده ودانۍ په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې په هر پوړ کې به شپږ درسي ټولګي او دوه اداري خونې ولري.
په همدې توګه به یاده ودانۍ په ټولیز ډول ۱۲ درسي ټولګي او ۴ اداري خونې ولري.
