د پنجشېر ولایت د یو شمېر مدارسو او ښوونځیو زدهکوونکو ته قرطاسیه ووېشل شوه
د یو تن علمپرور سوداګر له لوري د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۷۸۰ ټوکه کتابچو، قلمونو او نورو درسي موادو مرسته شوې وه، چې د پلان له مخې د یاد ولایت د حصه اول ولسوالۍ د مدارسو او ښوونځیو پر زدهکوونکو ووېشل شوه.
د یادو توکو وېش به د زدهکوونکو د درسي اړتیاوو پوره کولو او د زدهکړو بهیر په لااغېزمن تطبیق کې مهم رول ولوبوي.
