په سرپل کې د یوه دارالحفاظ د ترمیم پروژه پیل شوه
د سرپل ولایت په مرکز کې د «شهید داملا عبدالرحمن» دارالحفاظ د ترمیم پروژه د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیونه، ۵۴۱ زره او ۳۷۵ افغانیو په لګښت پیل شوه.
د سرپل ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د پروژې پر وخت او د ټاکل شویو معیارونو له مخې پر باکیفیته پلي کېدو ټینګار وکړ او د پلي کوونکي شرکت له استازو یې وغوښتل، چې د دارالحفاظ د ترمیماتي چارو ترسره کولو بهیر په لازم سرعت او د ټاکل شویو معیارونو مطابق پر مخ یوسي.
