پکتیا کې د نتایجو او شهادتنامو مدیریت لپاره نوې ذخیره‌خونه جوړه شوه

media-moe
Thu, Sep 10 2026 9:43 AM
3213

د پوهنې وزارت له بوديجې څخه د پکتیا ولایت پوهنې ریاست د نتایجو او شهادتنامو مدیریت لپاره د ۴۷۹ زره افغانیو په لګښت یوه معیاري ذخیره‌خونه جوړه کړه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي وايي، چې تر دې وړاندې د نتایجو او شهادتنامو د اسنادو د ساتنې لپاره ځانګړی ځای نه و؛ له همدې امله د اسنادو د منظم تنظیم، خوندي ساتنې، اوږدمهاله ذخیره کولو او د اړتیا پر مهال د اسنادو په موندلو کې ګڼې ستونزې موجودې وې.
نوموړي زیاته کړه، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د نوې ذخیره‌خونې په جوړېدو سره به یادې ستونزې تر ډېره هوارې او د نتایجو او شهادتنامو اسناد به په منظم او خوندي ډول وساتل شي.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS