په کابل کې له معلولیت لرونکو زده‌کوونکو سره د درسي مرستندویه توکو مرسته وشوه

media-moe
Sat, Sep 12 2026 9:33 AM
2

د کابل ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې یو شمېر خیریه بنسټونو او له پوهنې سره همکارو کورنیو محلي ټولګیو، ښوونځیو او کم‌لیدونکو زده‌کوونکو ته ۴۱۵ کڅوړې ښوونیز توکي او ۵۴۱۲ ټوکه کتابچې ووېشلې.
د وېشل شویو کڅوړو له جملې څخه ۲۴۲ کڅوړې د بګرامۍ ولسوالۍ اتو محلي ټولګیو، ۱۴۴ بستې د خاک‌جبار ولسوالۍ پنځو محلي ټولګیو او ۲۹ بستې د قره‌باغ، فرزې او استالف ولسوالیو شپږو کم‌لیدونکو ټولګیو زده‌کوونکو ته ورکړل شوې.
همدارنګه، د ده‌سبز ولسوالۍ د یوه ښوونځي زده‌کوونکو ته ۵۴۱۲ ټوکه کتابچې ووېشل شوې.
د کابل ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، دغه اقدام د زده‌کوونکو ښوونیزو توکو ته د لاسرسي د پیاوړتیا، د محلي زده‌کړو د ملاتړ او د ځانګړو ښوونیزو اړتیاوو لرونکو زده‌کوونکو لپاره د غوره ښوونیزو فرصتونو برابرولو په موخه ترسره شوی دی.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS