د کابل ښار په ۱۵مه ښوونیزه حوزه کې ۵۰۰ تنو ښوونکو ته علمي او اصلاحي برنامه ترسره شوه

media-moe
Mon, Sep 14 2026 8:48 AM
ظسزظطیز

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار ۱۵مې ښوونیزې حوزې اړوند په «هېواد بګرام» خصوصي لېسه کې ۵۰۰ تنو ښوونکو لپاره یوه ورځنۍ علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه ترسره شوه.
یاده برنامه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د کابل ښار پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ښوونکي د ظاهري بڼې او سیرت، اسلامي اخلاقو او د ښوونکي د شخصیت د اهمیت په اړه اغېزناکه وینا وکړه.
وروسته د پوهنې وزارت مالي او اداري معین او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د انفاذ کمېټې رئیس، محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، د ښوونیزو نصابونو او کورسونو په محتوا کې د دیني اساساتو او اسلامي ارزښتونو د ځای پر ځای کولو پر اهمیت خبرې وکړې او له ښوونکو یې وغوښتل تر څو د یادو برخو په تطبیق کې خپل مسوولیت ادا کړي.
همداراز د پوهنې وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، محترم شیخ محمد طاووس طارق، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د ارزښت، موخو او د احکامو د رعایتولو اهمیت په اړه تفصیلي خبرې وکړې.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د خصوصي زده‌کړو رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني، د حجاب د ارزښت او احکامو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې. همدارنګه د استعدادونو د ارزونې رئیس محترم مولوي عبدالولي سداد، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډونوال یې د یاد فرمان د احکامو او لارښوونو رعایتولو ته وهڅول.
په دغه علمي او اصلاحي برنامه کې یو شمېر نورو ویناوالو د حیا او عفت د ارزښت، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مسوولیتونو او د ښوونکي د دیني، اخلاقي او ټولنیز رسالت په اړه هم لازمې علمي او اصلاحي لارښوونې وړاندې کړې.
په پای کې د ښوونکو استازو د یادې برنامې له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د دغه ډول علمي او اصلاحي پروګرامونو دوام یې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال د لا ښه والي لپاره مهم او اغېزناک وباله.
یاده برنامه د خیر او برکت په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS