په زابل کې له راستنېدونکو کډوالو څخه ازموینه واخیستل شوه
د زابل ولایت پوهنې ریاست له ۹۰ تنو راستنېدونکو کډوالو ماشومانو څخه د ښوونیزې سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
یاده ازموینه په رڼه او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې یاد ماشومان د خپلې ښوونیزې کچې له مخې په ښوونځیو کې له اووم تر یوولسم ټولګیو پورې جذب شي.
