د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي، ده سبز، چهارآسياب او پغمان ولسوالیو ۳۵۰ تنو ښوونکو ته د ساینس مرکز ریاست په تالار کې یوه ورځنۍ علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه.
یاده برنامه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین او د امربالمعروف، نهى عن المنکر قانون د تنفيذ مرکزي هيٸت رٸيس محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ښوونکي د ظاهري بڼې، سیرت، اسلامي اخلاقو او شخصیت د اهمیت په اړه اغېزناکه وینا وکړه او د ښوونکي رول یې د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې مهم وباله.
وروسته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آورېدلو وزارت مسلکي معین محترم شیخ نورمحمد حقاني په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ښوونکو یې وغوښتل چې د یادو چارو د پلي کېدو په برخه کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
همداراز، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې د ښوونکي د مقام او رول په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د ځوان نسل په سالمه روزنه او فکري جوړښت کې یې د ښوونکي ونډه اساسي وبلله.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د جماعت د لمانځه د ارزښت او احکامو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې. همدارنګه، د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس محترم شیخ محب الله مخلص د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډونوال یې د دغه فرمان د احکامو او لارښوونو رعایتولو ته وهڅول.
د برنامې په پای کې د ښوونکو استازو د دې ډول علمي او اصلاحي برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د ورته برنامو دوام یې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال لا ښه والي لپاره مهم وباله.
یاده برنامه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري له لوري د خیر او برکت په دعاٸيې سره پای ته ورسېده.
