د اسلامي زدهکړو معین د لوړو زدهکړو وزارت د تخصصاتو له لوى رئیس سره وکتل
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو د معین محترم الحاج مولوي کرامتالله آخندزاده او د لوړو زدهکړو وزارت دديني جامعاتو او تخصصاتو د لوى رئیس محترم مفتي بسم الله محمدي ترمنځ، د روان کال د ديني مدرسو د مشترک امتحان ترسره کېدو په موخه غونډه وشوه.
په غونډه کې د مشترک امتحان د ټاکل شوې نېټې، اړینو همغږیو او د پلي کېدو بهیر لا ښه تنظیم په اړه خبرې وشوې او په ياده برخه کې لازمې لارښوونې او تدابیر وڅېړل شول٠
