د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بامیان ولایت ته سفر وکړ

media-moe
Tue, Oct 06 2026 2:34 PM
5

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام‌ ربي رباني په مشرۍ پلاوي بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار سره  په یوه غونډه کې وکتل.
نوموړي په یاده لیدنه کې د کارکوونکو د کاري مسوولیتونو او د دندو سم ترسره کولو اهمیت په اړه خبرې وکړې او څارنیز بهیر یې یوه اصلاحي او لارښوونکې پروسه وبلله. 
د څارنې او ارزونې رئیس د مرکز او ولایتونو د پوهنې مسوولینو او کارکوونکو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ  ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروسې موخه د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندنه او د هغو د حل لپاره هڅې دي.
په ورته وخت کې، د بامیان ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، څارنه د کاري چارو د ښه والي او پرمختګ لپاره یوه مهمه او اغېزمنه پروسه وبلله.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS