د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس بامیان ولایت ته سفر وکړ
د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس محترم مولوي غلام ربي رباني په مشرۍ پلاوي بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم قاري عنایتالله سهار سره په یوه غونډه کې وکتل.
نوموړي په یاده لیدنه کې د کارکوونکو د کاري مسوولیتونو او د دندو سم ترسره کولو اهمیت په اړه خبرې وکړې او څارنیز بهیر یې یوه اصلاحي او لارښوونکې پروسه وبلله.
د څارنې او ارزونې رئیس د مرکز او ولایتونو د پوهنې مسوولینو او کارکوونکو ترمنځ پر همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروسې موخه د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه، د شته ستونزو او نیمګړتیاوو پېژندنه او د هغو د حل لپاره هڅې دي.
په ورته وخت کې، د بامیان ولایت پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، څارنه د کاري چارو د ښه والي او پرمختګ لپاره یوه مهمه او اغېزمنه پروسه وبلله.
