د پوهنې وزارت مرکزي هستې منسوبینو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه

media-moe
Thu, Oct 08 2026 12:39 PM
514651

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت، د یاد وزارت د مرکزي هستې منسوبینو لپاره علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له منسوبینو وغوښتل چې د دعوت او ارشاد د لارښوونو او اصولو بشپړ رعایت وکړي.
نوموړي وویل چې د نننۍ غونډې اساسي موخه، د تېرو ازموینو د مخکښو ګډونوالو تقدیرول، د دیني موضوعاتو ارزونه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د مفاهیمو روښانه کول، د دیني پوهاوي لوړول او د منسوبینو د علمي، فکري او اخلاقي وړتیاوو د پیاوړتیا په اړه د لازمو لارښوونو وړاندې کول دي.
ورپسې د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس محترم شیخ محب‌الله مخلص د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او د هغو د بشپړ تطبیق ترڅنګ یې د اسلامي اصولو او اخلاقو پر رعایتولو ټینګار وکړ.
نوموړي زیاته کړه چې د یوه مسلمان د شخصیت ښکلا د صورت او سیرت په سمون، ښو اخلاقو، نېک چلند، اخلاص، امانتدارۍ او د اسلامي اصولو په عملي کولو کې نغښتې ده.
په ورته مهال، د دعوت او ارشاد ریاست د ترسره شویو ازموینو له مخې، د پوهنې وزارت د مرکزي هستې اړوند ۲۵۴ تنه ممتاز ګډونوال چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د یاد ریاست د مسوولینو له لوري په ستاینلیکونو وویاړل شول.
دغه علمي، اصلاحي او روزنیزه غونډه د دعوت او ارشاد ریاست د مدرس محترم مولوي محمدزبیر له لوري په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS