د تدارکاتو اعلان  (د پوهنې وزارت)

media-moe
Mon, Oct 12 2026 10:46 AM
1

د وړاندیز پرانیستغونډه به د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې ۶مه نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د افغانستان .ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، د کابل ښار، پښتونستان واټ کې د ملي تدارکاتو ریاست د «هندوکش» په تالار کې ترسره شي.
د اړتیا په صورت کې، د لاندې برېښنالیکونو او شمېرې له لارې اړیکه ونیسئ او خپل معلومات ترلاسه کړئ:
- npd.bidding1@gmail.com
- planningnpa@gmail.com
- npd.ppia@aop.gov.af
- د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۲۷۴

د افغانستان ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست، د پوهنې وزارت په استازیتوب، د شرایطو وړ ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د یادې پروژې په داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د شرطنپاڼې سافټ کاپي له ضمیمو سره د ملي تدارکاتو ریاست له وېب‌پاڼې څخه ترلاسه کړي:
داوطلبان باید خپل وړاندیزونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، په سرتړلي بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ کال د لړم/ عقرب میاشتې۶مه نېټه، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د ملي تدارکاتو ریاست د وړاندیزونو د پرانیستلو اسانتیاوو سکرتریت آمریت ته وسپاري.
پته: د افغانستان ا. ام/ارت د چارو ادارې لوی ریاست د مرمرین ماڼۍ ترڅنګ، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.
- د داوطلبۍ شمېره: NPD/MoE/1405/NCB/G-2987
- د پروژې عنوان: د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست د اړتیا وړ، د نوي نصاب د لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې د درسي کتابونو د ۲۳،۷۶۴،۰۵۲ ټوکو برابرولو او چاپولو پروژه.
 د پروژې د لاټونو تفصیل
 لومړی لاټ: د لومړي ټولګي د پښتو درسي کتابونو مجموعه
ویم لاټ: د لومړي ټولګي د دري درسي کتابونو مجموعه
درېیم لاټ: د دویم ټولګي د پښتو درسي کتابونو مجموعه
څلورم لاټ: د دویم ټولګي د دري درسي کتابونو مجموعه
پنځم لاټ: د درېیم ټولګي د پښتو درسي کتابونو مجموعه
شپږم لاټ: د درېیم ټولګي د دري درسي کتابونو مجموعه

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS