په بامیان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو ښوونیزو بنسټونو ترمیم او بیارغونه بشپړه شوه

media-moe
Mon, Oct 12 2026 2:58 PM
9

د پوهنې وزارت له لوري د بامیان ولایت د شیبر ولسوالۍ د څلورو ښوونیزو بنسټونو د ترمیم پروژې بشپړې او په یوه غونډه کې چې د دغه ولایت د پوهنې رئیس محترم قاري عنایت‌الله سهار هم پکې ګډون درلود، بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولایت پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه پروژې د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه د ۲ میلیونه ۱۶۸ زره او ۳۲۴ افغانیو په لګښت پلې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د یادو پروژو په چوکاټ کې د چجین ورس لېسې، د مرکز د دکاني لېسې، د کنګورغندک مدرسې او د دهن غندک لېسې ودانۍ ترمیم شوې او په بشپړېدو سره یې شاوخوا ۱۵۰۰ زده‌کوونکو ته د خوندي ښوونیز چاپېریال زمینه برابره شوې ده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS