د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو
د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغتالله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضلالله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل شو او په ۱۴۰۵ هـ.ل کال کې د بهیر مطبعې له خوا په ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ شو.
دغه ۲۱۶ مخیز کتاب د یتیمانو د کفالت او سرپرستۍ، د هغوی د حقونو، ښوونې او روزنې، د یتیمانو د مال ساتنې، د شهیدانو د کورنیو او کونډو ښځو د حقونو په اړه مطالب رانغاړي او اړوند موضوعات د قرآن کریم د مبارکو آیتونو او نبوي (ﷺ) د احادیثو په رڼا کې بیان شوي.
د کتاب د لیکوال د څرګندونو له مخې، په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو له امله ګڼ شمېر ماشومان یتیمان او ښځې کونډې شوې دي. د دغه اثر د لیکلو موخه دا ده چې خلک د یتیمانو د کفالت، سرپرستۍ، روزنې او حقونو په اړه لازم معلومات ترلاسه کړي او د شهیدانو د کورنیو او کونډو ښځو د حقونو په اړه د اسلامي لارښوونو له محتوا سره بلد شي.
د کتاب په یوه برخه کې د یتیمانو د زدهکړو په ملاتړ، د ښوونکو، مدرسینو، د ښوونځیو او مدرسو د مسئولینو او شتمنو کسانو پر مسئولیت ټینګار شوی دی.
د کتاب د محتوا له مخې، ځینې هوښیار او وړ یتیم ماشومان د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره کار کولو ته اړ کېږي، چې له امله یې د زدهکړو بهیر نیمګړی پاتې کېږي. په کتاب کې سپارښتنه شوې چې د دغو ماشومانو د کفالت او مالي ملاتړ له لارې دې هغوی ته د زدهکړو د دوام او بشپړولو زمینه برابره شي.
په دې برخه کې د امام ابن زکری التلمساني د ژوند یوه تاریخي بېلګه هم راوړل شوې ده. د کتاب د روایت له مخې، نوموړی په ماشومتوب کې د خپلې کونډې مور د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د اوبدلو په کار بوخت و؛ خو د یوه عالم له خوا یې وړتیا وپېژندل شوه او د زدهکړو لپاره یې ورته زمینه برابره کړه. د کتاب په دې بېلګه کې د یتیمانو د وړتیاوو پېژندلو او د هغوی د زدهکړو ملاتړ د علمي پرمختګ او ټولنې ته د خدمت مهم لاملونه بلل شوي دي.
لیکوال په دې توګه ښوونکي، مدرسین، د ښوونځیو او مدرسو مسئولین او شتمن کسان هڅوي چې د یتیمانو د زدهکړو د دوام او بشپړولو لپاره مرسته وکړي، څو دغه ماشومان وکولای شي خپلې وړتیاوې وغوړوي او په راتلونکي کې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي.
د کتاب په اړه د سترې محکمې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د پوهنې وزیر الحاج مولوي حبیبالله آغا او د جنوبغرب حوزې د سترې محکمې قضایي معاون شیخ الحدیث مولوي نورالله منیر تقریظونه لیکلي دي.
دوی په خپلو تقریظونو کې د یتیمانو د کفالت او سرپرستۍ پر دیني او ټولنیز اهمیت ټینګار کړی او د کتاب موضوع یې د هېواد او ټولنې له اړتیاوو سره مناسبه بللې ده. همدارنګه، مسلمانان یې د کتاب مطالعې او د هغه د لارښوونو عملي کولو ته هڅولي دي.
د کتاب د دري ژباړې موخه دا ده چې د دري ژبې ویونکي هم د کتاب له مطالبو ګټه واخلي او د یتیمانو د حقونو، ښوونې او روزنې، د هغوی د مال ساتنې او د کونډو ښځو د حقونو په اړه خپل معلومات زیات کړي.
د پښتو نسخې له چاپ وروسته، د دې کتاب د دري ژباړې خپرېدل د دې زمینه برابروي چې د کتاب دیني، علمي او ټولنیز مطالب د ژبې له توپیر پرته نورو لوستونکو ته هم ورسېږي.
د «یتیم پالنه» کتاب د دري ژباړې «کفالت و سرپرستی یتیم» په نوي مستقبل خپرندویې ټولنه کې تر لاسه کېږي.
