په میدان وردګ کې یو ښوونځی ترمیم او تجهیز شو
د میدان وردګ ولایت بهسودو ولسوالۍ اړوند راقول عالي لېسې لپاره د شنې ساحې خړوبولو په موخه د اوبو یو حوض جوړ، د ۱۸ کمپیوټرونو په برابرولو سره یو کمپیوټر ټولګی تجهیز او د دغه ښوونځي ودانۍ هم بیارغول شوې ده.
یادې چارې د سیمې د معارف دوستو خلکو په مالي همکارۍ، د ټولټال ۷۵۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.
