په لوګر کې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې
د لوګر ولایت په مرکز کې د هوني سیدانو عالي لېسې د ۱۲ درسي ټولګیو جوړولو چارې د سیمې د تعلیمي شورا د غړو او علمپالو خلکو په مالي ملاتړ، د ۲.۱ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
تمه ده چې د یادو ټولګیو په جوړېدو سره به د ۶۰۰ زدهکوونکو لپاره د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شي.
