د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

media-moe
Sat, Oct 31 2026 10:39 AM
سیبشیس

تېره اوونۍ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ څارنيز ټيم، د کابل ښار د لومړۍ ښوونیزې حوزې اړوند د عاشقانو او عارفانو په ام/ارتي ښوونځي او د درېیمې ښوونیزې حوزې په شمس لندن او جهان نمبر ۶ خصوصي ښوونځيو کې په جلا-جلا غونډو کې اصلاحي او روزنيزې برنامې جوړې کړې او په ترڅ کې يې د یادو ښوونیزو مرکزونو مسوولینو، ښوونکو او زده‌کوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی او مسوولینو د اطاعت، د ټولنیز نظم او یووالي د ارزښت، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ایمان، علم او ښو اخلاقو ترمنځ د اړیکې، د نفس د تزکیې او اخلاص په اړه هر اړخیزې علمي، دیني او اصلاحي لارښوونې وشوې.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار د ښوونکو لپاره یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړ ه شوه٠
په ورته مهال، د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو د وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د ټاکل شوي نصاب تدریس او اصلاحي بیانونه وړاندې کړل.
دغه راز، د دعوت او ارشاد ریاست څارنیز ټیم له لوري د کابل ښار له ۷۹بابه ام/ارتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو څخه هراړخيزه څارنه ترسره شوه. 
په ورته وخت کې، له ولایتونو څخه د رارسېدلو راپورونو پر بنسټ، د دعوت او ارشاد مدرسینو په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۴۵ بابه ام/ارتي او خصوصي ښوونځیو او تعلیمي کورسونو څخه د ټاکل شوي نصاب د تدریس او د سیرت او صورت د وضعیت څارنه وکړه. د یادې څارنې پر مهال مبلغین هم وټاکل شول او د حجاب د رعایت، د نارینه‌وو او ښځینه‌وو د نه اختلاط، د یونیفورم، سیرت او صورت، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو او د اړوندو فرمانونو د تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
سربېره پر دې، د کابل ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو حوزو مدرسینو لپاره د وړتيا لوړونې سیمینار، د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل او د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په حضور کې جوړ شو، چې اساسي موخه یې د مدرسینو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او د دعوت او ارشاد د فعالیتونو لا اغېزمنول وو.

Latest news

Tue, Nov 10 2026 3:34 PM
Background image

Press Release Ministry of Education Responds to UNESCO and UNICEF’s Latest Report on the State of Education in Afghanistan

The Ministry of Education rejects the interpretation that the joint UNESCO–UNICEF report means more than half of Afghanistan’s primary-school-age children receive no education of any. . .

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

BACK TO NEWS