د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور
تېره اوونۍ، د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په مشرۍ څارنيز ټيم، د کابل ښار د لومړۍ ښوونیزې حوزې اړوند د عاشقانو او عارفانو په ام/ارتي ښوونځي او د درېیمې ښوونیزې حوزې په شمس لندن او جهان نمبر ۶ خصوصي ښوونځيو کې په جلا-جلا غونډو کې اصلاحي او روزنيزې برنامې جوړې کړې او په ترڅ کې يې د یادو ښوونیزو مرکزونو مسوولینو، ښوونکو او زدهکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی او مسوولینو د اطاعت، د ټولنیز نظم او یووالي د ارزښت، د دیني پوهاوي د پیاوړتیا، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د ایمان، علم او ښو اخلاقو ترمنځ د اړیکې، د نفس د تزکیې او اخلاص په اړه هر اړخیزې علمي، دیني او اصلاحي لارښوونې وشوې.
همدارنګه، د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار د ښوونکو لپاره یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړ ه شوه٠
په ورته مهال، د دعوت او ارشاد ریاست مسوولینو د وزارت د مرکزي هستې کارکوونکو ته د ټاکل شوي نصاب تدریس او اصلاحي بیانونه وړاندې کړل.
دغه راز، د دعوت او ارشاد ریاست څارنیز ټیم له لوري د کابل ښار له ۷۹بابه ام/ارتي او خصوصي ښوونیزو مرکزونو څخه هراړخيزه څارنه ترسره شوه.
په ورته وخت کې، له ولایتونو څخه د رارسېدلو راپورونو پر بنسټ، د دعوت او ارشاد مدرسینو په بېلابېلو ولایتونو کې له ۲۴۵ بابه ام/ارتي او خصوصي ښوونځیو او تعلیمي کورسونو څخه د ټاکل شوي نصاب د تدریس او د سیرت او صورت د وضعیت څارنه وکړه. د یادې څارنې پر مهال مبلغین هم وټاکل شول او د حجاب د رعایت، د نارینهوو او ښځینهوو د نه اختلاط، د یونیفورم، سیرت او صورت، په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو او د اړوندو فرمانونو د تطبیق په اړه لازمې لارښوونې وشوې.
سربېره پر دې، د کابل ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو حوزو مدرسینو لپاره د وړتيا لوړونې سیمینار، د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین محترم الحاج مولوي صبغت الله وصيل او د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري په حضور کې جوړ شو، چې اساسي موخه یې د مدرسینو د علمي او مسلکي وړتیاوو لوړول او د دعوت او ارشاد د فعالیتونو لا اغېزمنول وو.
