د سړو او ډېرو سړو سیمو او ولايتونو اړوند ښوونځیو د کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتيا

media-moe
Mon, Nov 02 2026 9:28 AM
axz

څرنګه چې ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پای ته رسېدو په حال کې دی، نو د اقلیمي بدلون د لایحې او کړنلارې له مخې، د سړو او ډېرو سړو سیمو او ولایتونو د نهاري ښوونځیو اړوند زده‌کوونکو او سامعینو، راستنېدونکو کډوالو او شپې لېسو کلنۍ ازموینې په لاندې ډول اخیستل کېږي:

۱- د ډېرو سړو سیمو او ولايتونو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې د ښوونځیو ازموینې د تلې/ مېزان میاشتې په ۲۵مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر پایه يې دوام درلود.
٢- د ډېرو سړو سيمو او ولايتونو له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کوونکو کلنۍ ازموینې د لړم/ عقرب میاشتې په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې دوام لري.
٣- د سړو سیمو او ولايتونو له لومړي تر درېیم ټولګي پورې اړوند ښوونځیو د زده‌کوونکو کلنۍ ازموینې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم/عقرب میاشتې په ۲۵مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر پایه دوام کوي.
٤- د سړو سيمو او ولايتونو له څلورم تر دولسم ټولګي پورې د زده‌کوونکو کلنۍ ازموینې د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ/قوس میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې دوام کوي.

•- د سامعینو ازموینه:
هغه غوښتونکي چې د ښوونځیو د ثانوي دورې د ازموینو د لایحې د ۴۸مې مادې له مخې یې اړین اسناد بشپړ کړي وي، ازموینه به یې د کلنیو ازموینو په لړ کې د نهاري ښوونځیو له نورو زده‌کوونکو سره یوځای واخیستل شي.

•- د راستنېدونکو کډوالو ماشومانو ازموینه:
هغه راستنېدونکي کډوال ماشومان چې د زده‌کړې ټولګي یې تثبیت شوي وي; خو عمرونه یې په نهاري ښوونځیو کې د شمولیت له شرایطو سره سمون ونه لري او په اړوند ولایت یا ولسوالۍ کې شپې لېسه هم موجوده نه وي، د کډوالو د کړنلارې د ۱۶مې مادې له مخې به د ازموینو د لایحې د ۴۸مې مادې د (الف، ب، ج او د) فقرې له شرایطو پرته، په استثنايي ډول په یوه نهاري ښوونځي کې ازموینه ورکوي.

•- د شپې لېسو ازموینې:
- د شپې لېسو د زده‌کوونکو کلنۍ ازموینې د کب/حوت میاشتې په لومړۍ نېټه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې دوام کوي.
- د شپې لېسو د دولسم ټولګي کلنۍ ازموینې د سلواغې/دلو میاشتې په ۱۵مه پیلېږي او د کب/ حوت میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام کوي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

Latest news

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS