د کابل ښار ښوونکو ته علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه

media-moe
Thu, Nov 05 2026 9:14 AM
طظزطز

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د انفاذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار یو شمېر ښوونکو ته یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د انفاذ مرکزي هیئت رئیس محترم الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د لمانځه د ارزښت، فضیلت او د یوه مسلمان په ورځني ژوند کې د هغو د اساسي مقام په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
نوموړي د لمانځه د ادا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په جماعت سره د لمانځه ادا کول د دنيا او آخرت د برياليتوبونو سربېره، د مسلمانانو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ، نظم او د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا مهمه وسیله ده.
ورپسې، د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مقام، اهمیت او ټولنیزو اغېزو په اړه خپل علمي او دیني مطالب له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه، ښاغلي طارق صاحب د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د نېکيو دودولو او له منکراتو څخه د ټولنې د ژغورلو په برخه کې د هر مسلمان، په ځانګړي ډول د ښوونکو، پر مسوولیتونو رڼا واچوله او د یادو دیني اصولو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، په برنامه کې یو شمېر نورو ویناوالو د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې د ښوونکي پر مسوولیت او اغېزناک رول، د نبوي سیرت او صورت پر ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه تفصیلي ويناوې وکړې او یاد موضوعات یې له علمي، دیني او روزنیزو اړخونو څخه تشرېح کړل.
ویناوالو څرګنده کړه، چې ښوونکی یوازې د درسي مطالبو لېږدوونکی نه، بلکې د زده‌کوونکو د فکري، اخلاقي او ټولنیز شخصیت په جوړولو کې مهمه ونډه لري.

Latest news

Tue, Nov 10 2026 3:34 PM
Background image

Press Release Ministry of Education Responds to UNESCO and UNICEF’s Latest Report on the State of Education in Afghanistan

The Ministry of Education rejects the interpretation that the joint UNESCO–UNICEF report means more than half of Afghanistan’s primary-school-age children receive no education of any. . .

Sun, Oct 18 2026 2:25 PM
Background image

Minister of Education and Accompanying Delegation Visit the Directorate of Standardized Examinations and Educational Outcomes Assessment

The Minister of Education, the Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, accompanied by the Deputy Minister for Islamic Education, the Honorable Karamatullah Akhundzada, and the Deputy. . .

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

BACK TO NEWS