د کابل ښار ښوونکو ته علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د انفاذ مرکزي هیئت او د دعوت او ارشاد ریاست له لوري، د کابل ښار یو شمېر ښوونکو ته یو ورځنۍ علمي، اصلاحي او روزنیزه برنامه جوړه شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د انفاذ مرکزي هیئت رئیس محترم الحاج مولوي صبغتالله وصیل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د لمانځه د ارزښت، فضیلت او د یوه مسلمان په ورځني ژوند کې د هغو د اساسي مقام په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
نوموړي د لمانځه د ادا کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې په جماعت سره د لمانځه ادا کول د دنيا او آخرت د برياليتوبونو سربېره، د مسلمانانو ترمنځ د یووالي، ورورولۍ، نظم او د دیني ارزښتونو د پیاوړتیا مهمه وسیله ده.
ورپسې، د پوهنې وزارت د مقام دفتر لوی رئیس محترم شیخ محمد طاووس طارق په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د مقام، اهمیت او ټولنیزو اغېزو په اړه خپل علمي او دیني مطالب له ګډونوالو سره شریک کړل.
همدارنګه، ښاغلي طارق صاحب د اسلامي ارزښتونو د ترویج، د نېکيو دودولو او له منکراتو څخه د ټولنې د ژغورلو په برخه کې د هر مسلمان، په ځانګړي ډول د ښوونکو، پر مسوولیتونو رڼا واچوله او د یادو دیني اصولو پر پلي کېدو یې ټینګار وکړ.
په ورته مهال، په برنامه کې یو شمېر نورو ویناوالو د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې د ښوونکي پر مسوولیت او اغېزناک رول، د نبوي سیرت او صورت پر ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه تفصیلي ويناوې وکړې او یاد موضوعات یې له علمي، دیني او روزنیزو اړخونو څخه تشرېح کړل.
ویناوالو څرګنده کړه، چې ښوونکی یوازې د درسي مطالبو لېږدوونکی نه، بلکې د زدهکوونکو د فکري، اخلاقي او ټولنیز شخصیت په جوړولو کې مهمه ونډه لري.
