په کابل کې زدهکوونکو ته نږدې ۹۰۰ کڅوړې مرستندویه ښوونیز توکي ووېشل شول
د ښوونيز او روزنيز بهیر پیاوړتیا او د زدهکوونکو لپاره د غوره ښوونيزو اسانتیاوو برابرولو په موخه، د کابل ولایت د بګرامیو، شکردرې او دهسبز ولسوالیو د سیمهییزو ښوونځیو له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې زدهکوونکو ته شاوخوا ۸۸۹ کڅوړې قرطاسیه او مرستندویه ښوونیز توکي ووېشل شول.
له یادو توکو څخه ۲۶۸ بستې د بګرامیو ولسوالۍ، ۳۶۵ بستې د شکردرې ولسوالۍ او ۲۵۶ بستې د دهسبز ولسوالۍ زدهکوونکو ته ووېشل شول.
په دغو بستو کې قرطاسیه، ښوونيز مواد او د زدهکوونکو تختې شاملې وې، چې د پوهنې یوه همکار بنسټ څخه لخوا پر زدهکوونکو ووېشل شوې.
