په کابل کې زده‌کوونکو ته نږدې ۹۰۰ کڅوړې مرستندویه ښوونیز توکي ووېشل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۱۶
56465

د ښوونيز او روزنيز بهیر پیاوړتیا او د زده‌کوونکو لپاره د غوره ښوونيزو اسانتیاوو  برابرولو په موخه، د کابل ولایت د بګرامیو، شکردرې او ده‌سبز ولسوالیو د سیمه‌ییزو ښوونځیو له لومړي څخه تر درېیم ټولګي پورې زده‌کوونکو ته شاوخوا ۸۸۹ کڅوړې قرطاسیه او مرستندویه ښوونیز توکي ووېشل شول.
له یادو توکو څخه ۲۶۸ بستې د بګرامیو ولسوالۍ، ۳۶۵ بستې د شکردرې ولسوالۍ او ۲۵۶ بستې د ده‌سبز ولسوالۍ زده‌کوونکو ته ووېشل شول.
په دغو بستو کې قرطاسیه، ښوونيز مواد او د زده‌کوونکو تختې شاملې وې، چې د پوهنې یوه همکار بنسټ څخه لخوا پر زده‌کوونکو ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS