د ولایتونو له پوهنې ډګره څو لنډ خبرونه
پکتیکا
د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ له نورالمدارس مدرسې سره د سیمې د خلکو له لوري ۱۶۰ زره او ۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
همدارنګه، د یاد ولایت چهاربران ولسوالۍ اړوند سیدخېل لېسې لپاره د څه باندې ۳۰ زره افغانیو په لګښت د پاکو اوبو یو څاه کیندل شوى او ګټې اخیستنې ته سپارل شوى دى.
لوګر
د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې له قلعه شاهي لېسې سره د څه باندې ۴۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې، چې د نويو درسي ټولګیو د جوړولو په برخه کې به په اغېزمن ډول ولګول شي.
غزني
د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ پوهنې آمریت لپاره د پوهنې وزارت له مېزانيې څخه د ۱۰۰ زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا اسانتیا برابره شوې ده.
