د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د پوهنې وزارت چارواکو، د کابل ولایت پوهنې مسوولینو، علماءکرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمداسحاق مقدس ګډونوالو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کابل ولایت د پوهنې ریاست نوې ودانۍ جوړېدو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې یاده ودانۍ به د پوهنې وزارت له داخلي مېزانيې څخه په ٣ پوړونو کې په اساسي او پاخه ډول جوړه شي.
ورپسې د کابل ولایت د مقام مرستیال محترم الحاج مولوي قدرت الله امیني د خپلو خبرو پر مهال د ملک په کچه د سرتاسري امنیت، بیارغونې، پوهنې او نورو برخو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او د پوهنې د پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت یې ټینګار وکړ.
همدارنګه، د کابل ولایت د پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالسلام شعیب د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې پراېښودلو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د کابل ولایت د پوهنې ریاست اداري چارې لا پیاوړې او پراخې شي.
د يادونې وړ ده چې دغه ودانۍ د شاخوا ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت، د ۱۲ میاشتو په موده کې په اساسي او پاخه ډول جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
