د ملک په کچه د ساینس او ریاضیاتو د مخکښو علمي پروژو ارزونې بهیر پیل شو
نن د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست له لوري، د ملک په کچه د زدهکوونکو د مخکښو علمي او ساینسي پروژو د ارزونې درې ورځنی بهیر، د پوهنې وزارت مسوولینو او د یو شمېر پوهنتونونو د استازو په حضور کې پیل شو.
د یادې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز رئیس محترم انجنیر عبدالوکيل الهام، د دغې علمي برنامې د موخو، څرنګوالي او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل:" د يادې برنامې اساسي موخه د زدهکوونکو د علمي استعدادونو او نوښتونو پېژندل، د مخکښو زدهکوونکو هڅول، د هغوی د وړتیاوو غوړېدو ته زمینه برابرول او د امکان تر حده د لا ډېرو ښوونیزو او علمي اسانتیاوو برابرول دي."
د یادونې وړ ده، چې په دغې درې ورځنۍ علمي برنامه کې د مرکز او ولايتونو د ام/ارتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو شاوخوا ۱۴۰ علمي او ساینسي پروژې، د دعوت او ارشاد ریاست، د علومو اکاډمۍ او د دفاعي، ابو عبیده دفاعي، پوليـتخنیک او کابل پوهنتونونو د ارزونکو پلاوو له لوري د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ تر ارزونې لاندې ونيول شي.
د ارزونې بهیر په پای کې به هغه زدهکوونکي چې په خپلو علمي پروژو کې یې غوره وړتیاوې، نوښتونه او ابتکارات نندارې ته وړاندې کړي وي، د پوهنې وزارت مسوولینو له لوري په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شي.
