د ملک په کچه د ساینس او ریاضیاتو د مخکښو علمي پروژو ارزونې بهیر پیل شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۱۹
1

نن د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست له لوري، د ملک په کچه د زده‌کوونکو د مخکښو علمي او ساینسي پروژو د ارزونې درې ورځنی بهیر، د پوهنې وزارت مسوولینو او د یو شمېر پوهنتونونو د استازو په حضور کې پیل شو.
د یادې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز رئیس محترم انجنیر عبدالوکيل الهام، د دغې علمي برنامې د موخو، څرنګوالي او اهمیت په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل:" د يادې برنامې اساسي موخه د زده‌کوونکو د علمي استعدادونو او نوښتونو پېژندل، د مخکښو زده‌کوونکو هڅول، د هغوی د وړتیاوو غوړېدو ته زمینه برابرول او د امکان تر حده د لا ډېرو ښوونیزو او علمي اسانتیاوو برابرول دي."
د یادونې وړ ده، چې په دغې درې ورځنۍ علمي برنامه کې د مرکز او ولايتونو د ام/ارتي او خصوصي ښوونځيو د زده کوونکو شاوخوا ۱۴۰ علمي او ساینسي پروژې، د دعوت او ارشاد ریاست، د علومو اکاډمۍ او د دفاعي، ابو عبیده دفاعي، پوليـتخنیک او کابل پوهنتونونو د ارزونکو پلاوو له لوري د ټاکل شویو معیارونو پر بنسټ تر ارزونې لاندې ونيول شي.
د ارزونې بهیر په پای کې به هغه زده‌کوونکي چې په خپلو علمي پروژو کې یې غوره وړتیاوې، نوښتونه او ابتکارات نندارې ته وړاندې کړي وي، د پوهنې وزارت مسوولینو له لوري په ستاینلیکونو او ډالیو وستایل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۲۴
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، مېلمنو، یو شمېر استاذانو او زده‌کوونکو په حضور کې د ملک د بېلابېلو ښوونيزو ادارو د زده‌کوونکو د ساینس او ریاضیاتو سیالیو پای‌غونډې مراسم جوړ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

په پکتیکا کې د یوه ښوونځي د ترمیم او تجهیز چارې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت جاني‌خېلو ولسوالۍ اړوند د مرکزي لېسې یو شمېر ودانيزې او بنسټیزې چارې، چې ټولټال ۳۸۲ زره او ۲۲۰ افغانۍ لګښت پرې راغلى، بشپړې او د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۲:۱۹
Background image

د ملک په کچه د ساینس او ریاضیاتو د مخکښو علمي پروژو ارزونې بهیر پیل شو

نن د پوهنې وزارت د ساینس او ښوونیزې ټکنالوژۍ مرکز ریاست له لوري، د ملک په کچه د زده‌کوونکو د مخکښو علمي او ساینسي پروژو د ارزونې درې ورځنی بهیر، د پوهنې وزارت مسوولینو او د یو شمېر. . .

BACK TO NEWS