د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې له مخې، د هېواد د سړو ولایتونو کلنۍ آزموینې په لاندې ډول پیلېږي:
۱- د هېواد په سړو ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنیو/ ابتدائیه دورو کلنۍ آزموینې، د ۱۴۰۲ لمریز کال، لړم میاشتې په ۲۵ نېټه، پنجشنبې ورځ پيل او د همدې لړم میاشتې تر پایه به دوام ولري.
۲- د سړو ولایتونو د رسمي او خصوصي ښوونځيو د منځنيو / ثانوي دورو کلنۍ آزموينې، د ١٤٠٢ لمريز کال، لیندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه، چهارشنبې ورځ پيل او د همدې لیندۍ مياشتې په ۱۵مه نېټه پای ته رسېږي.
پورتني ټکي د ښوونځيو د مسئولینو، ښوونکو او زده کوونکو د خبرتیا په موخه، هغوی ته وړاندې شول.
د افغانستان پوهنې وزارت مشرتابه، د الله تعالی(جل جلا له) له دربار څخه، زموږ ګرانو زده کوونکو ته د بریالیتوب او روغتیا هیله کوي.
والسلام
الحاج مولوی حبیب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست
